ځینې وختونه ښايي د Tor شبکې ته ستاسې مخامخ لاسرسی ستاسې د انټرنېټې خدماتو د وړاندې کوونکي یا ستاسې د دولت له خوا بلاک شوی وي. د Tor براوزر کې ځینې مخنیونکي وسایل شته چې تاسې ته همدا بلاکونه لري کوي. دغو وسایلو ته «pluggable transports» وايي.

د PLUGGABLE TRANSPORT ډولونه

اوسمهال دری pluggable transports موجود دي، خو نور هم د رامنځته کېدو په درشل کې دي.

obfs4 obfs4 د Tor ترافیک داسې کوي چې تصادفي ښکاره شي، او همداشان د انټرنېټ په سکنولو سره د پلونو په موندلو کې د سنسورونو مخنیوی کوي. د obfs4 پلونه د خپلو پخوانیو obfs3 په پرتله ډېر کم بلاک کېږي.
meek meek transports یې داسې ښکاروي چې تاسې د Tor پر ځای کومه ستره وېب پاڼه براوز کوئ. meek-azure یې داسې ښکاروي لکه تاسې چې د مایکروسافټ وېب پاڼه کاروئ.
Snowflake Snowflake د Flashproxy یوه اصلاح شوې بڼه ده، دا ستاسې ترافیک د WebRTC له لارې لېږدوي، له همځولي-څخه-همځولي ته هغه پروتوکول چې له مخکې جوړ شوی د NAT پنچینګ لري.

د PLUGGABLE TRANSPORTS کارول

د pluggable transport د کارولو لپاره، کله چې د لومړي ځل لپاره د Tor براوزر کاروئ، نو پر "Configure Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" تر برخې لاندې، د " Tor د براوزر نه یو له مخکې نه جوړ شوی پل وټاکئ" غوراوی ومومئ او بیا پر "Select a Built-In Bridge" غوراوي کلیک وکړئ. له مینو څخه، هر هغه pluggable transport چې تاسې یې کارول غواړئ هغه وټاکئ.

کله چې تاسې pluggable transport وټاکه، نو پورته ولاړ شئ او پر "Connect" کلیک وکړئ تر څو خپل تنظیمات ثبت کړئ.

یا، که چېرې تاسې د Tor براوزر روښانه کړی وي، نو په [hamburger menu (≡)] کې پر "تنظیماتو" باندې کلیک وکړئ(https://support.torproject.org/glossary/hamburger-menu/) او بیا په سایډ بار کې پر "Connection" کلیک وکړئ. د "Bridges" په برخه کې، د "Tor له براوزر څخه یو له مخکې نه جوړ شوی پل وټاکئ" او بیا د "Select a Built-In Bridge" پر غوراوي کلیک وکړئ. له مینو څخه هر یو pluggable transport چې ستاسې خوښ دی هغه وټاکئ. کله چې مو دا ټب وتاړه نو ستاسې تنظیمات به په اتومات بڼه سره ثبت شي.

له مخکې نه جوړ شوو پلونو کانفیګور

کوم ترانسپورت باید زه وکاروم؟

د Tor د پلونو په مینو کې هر یو راغلی ترانسپورت به بېله بڼه کار کوي او د هغوی اغېزمنتیا ستاسې په فردي شرایطو پورې اړه لري.

که چېرې تاسې غواړئ د لومړي ځل لپاره یو بلاک شوی اتصال لري کړئ، نو باید متفاوت ترانسپورتونه وکاروئ: obfs4، snowflake یا meek-azure.

که چېرې تاسې دا ټول غوراوي کارولي وي، خو یوه هم انلاین کړي نه یاست، نو بیا تاسې د یوه پله غوښتنې ته اړتیا لرئ او یا هم دا چې په لاسي ډول د پل پتې دننه کړئ.

په چین کې کاروونکي به په احتمال سره د یوه شخصي او ناترتیب شوي obfs4 پله نښلولو ته اړتیا ولري. زموږ د ټیلي ګرام له غرفې سره اړیکه ونیسئ @GetBridgesBot او بیا /bridges ولیکئ. یا هم frontdesk@torproject.org ته برېښنالیک ولیږئ چې په عنوان کې مو د "private bridge" عبارت لیکلی وي.

د Bridges برخه ولولئ تر څو پوه شئ چې پلونه یعنې څه او څرنګه هغه تر لاسه کړو.